په ۱۹ ولايتونو کې څه باندې ۱۳ زره کورني باغچې جوړېږي
۲۷چنګاښ ۱۴۰۰
د روان کال له پيل څخه تر دې دمه د هېواد په ۱۹ولايتونو کې د ۱۳زره او ۴۰۰ کورنيو باغچو او ۹۰ښوونيزو باغچو جوړولو چارې ښه پر مخ روان دي او تر دې دمه يې رغنيزې چارې ۶۲سلنه بشپړ شوي دي.
ددغو کورنيو او ښوونيزو باغچو جوړولو چارې د روان مالي کال په پيل کې دکرنې وزارت له خوا پيل شوې وې. ددغو باغچو پاتې چارې د کال تر پايه بشپړېږي.
ياد کورني او ښوونيزې باغچې په يوه بسوه ځمکه کې د کابل، جوزجان، لوگر، هرات، بامیان، کونړ، پکتیا، ننگرهار، پروان، کاپیسا، پکتیکا، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، تخار، بدخشان، لغمان او نورستان ولايتونو يوشمېر مېرمنو ته جوړېږي.