د کرنې د لا پراختیا په پار د ارزګاني ګروندګرو سره د کرنې ریاست ناسته
۲ چنګاښ ۱۴۰۰
د ارزګان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدراۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې ریاست له لوري په راغوښتل شوي ناسته کې د کرنې په بېلابېلو برخو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د ارزګان ولایت د کرنې چارواکي وایي، چې په جوړې شوي ناسته کې چې ګڼو کروندګرو، بڼوالو، د پراختیایي شوراګانو استازو، قومي مشرانو ګډون درلود د شکرپارې د بڼونو، د زعفرانو، دغنمو د قطاری کرنې او تیلي نباتاتو د ننداریزو کروندو په جوړولو، د شولو د کرکېلو د لا ښه والي په پار د ټولنو او سړو خونو جوړول او د تراکتورانو په اجاره ورکړې طرزالعمل خپل پلانونه او لارښونې د کرنې ریاست چارواکو له دوی سره شریکې کړې.
د ارزګان د کرنې ریاست د پریکړې له مخې هغه کسان چې په شرایطو برابر وي د کرنې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم په مرسته به د ټاکلو مرحلو په طی کولو سره د ورسپارل شویو غوښتنلیکونو تر ارزونې ورسته په اړوندو برخو عملا کار کیږي تر څو کروندګر ترې برخمن او شته ستونزې راکمې شي.
په ورستیو کې کروندګرو او قومي مشرانو د ارزګان په کچه د پروژو په ښه پلي کېدو سره د کرنې ریاست د دې ډول فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ وښود.