د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دشت برچي دسيد الشهدا مکتب او لوګر د وروستی پېښې، چې په کې يوشمېر ملکي هېوادوال شهيدان او ټپي شول، په دې وزارت کې د فاتحې مراسم په لاره واچول.

په ياد مراسم کی، دکرنې وزارت سرپرست او مرستيال حشمت الله غفوري، رييسان او ددې وزارت يوشمېر کارکوونکو ګډون کړي و. ياد مراسم کې، د شهيدانو روح ته د دعا ترڅنګ د لوی خدای له دربار څخه ټپيانو ته عاجل شفا وغوښتل شو.