هلمند کې د مالټې ترویجي بڼ جوړ شو
![هلمند کې د مالټې ترویجي بڼ جوړ شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-03/155825079_4102907206400515_5680789881806626449_o.jpg)
۱۲ کب ۱۳۹۹
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د یاد ولایت مرکز لښکرګاه، په نیم جریب ځمکه کې د مالټې ترویجي بڼ جوړ شوی دی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې یاد بڼ کې د لعل په نوم د مالټو ورایټي «ډول»، چې ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره توافق لري اېښودل شوي دي او یاد بڼ د بزګرانو د زده کړو په موخه جوړه شوې ده.
د ښاغلي الکو په خبره، ددې تر څنګ د کرنې ریاست اړوند د انار باغ د نیالګیو روزلو په نرسرۍ کې نږدې دوه زره د نارنجو نیالګیو کې د مالټې پیوند لګول شوی دی، او دغه راز دوه زره اصله لیمو او ۴۰زره اصله د نارنجو نیالګي روزل شوي دي، چې روان کال به د کړنلارې له مخې بزګرو ته په واک کې ورکول شي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د سټروسو کورنۍ بڼونه ډېر کړي، په همدې موخه تر دې دمه په دې ولایت کې د نارنجو او لیمو لسګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي او په راتلونکې کې به د مالټې بڼونه هم جوړ شي.