ننګرهار کې د ۵۰ جريبه متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پيل شوې
![ننګرهار کې د ۵۰ جريبه متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پيل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-02/154157401_4081068901917679_5826336253720469700_n.jpg)
۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP) له خوا د ننګرهار په ولايت کې د ۵۰ جریبه متراکمو بڼوڼو جوړولو چارې پیل شوې.
یاد بڼوڼه د ننګرهار ولایت د بهسودو، ښیوې، کامې او بټي کوټ ولسوالیو کې جوړېږي.
دا بڼوڼه وړ بڼوالو ته جوړېږي، چې لګښت يې د آسیایې پراختیایي بانک (ADB) لخوا ورکول کیږي.
په ننکرهار کې د يادو بڼونو جوړول د بڼوالۍ د ودې او پراختيا ترڅنک د سیمې د سمسورتیا او د هوا د پاکوالي لامل کېږي.