پروان کې د سویابینو یوزر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي دي
۴ کب ۱۳۹۹
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت د مرکز په ګډون د بګرام او جبل السراج په ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه او ۳۷۳ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د سویابینو یوزر او ۶۰۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي دي.
یاد ننداریزې کروندې په دې ولایت کې د سویابینو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار د «ANHDO» پروژې له خوا جوړې شوي دي.
دغه راز د غنمو د اصلاح شویو غنمو ته د لاس رسي په موخه د ۱۳۵ زره افغانیو په لګښت بزګرانو ته د غنمو ۲۱ ننداریزې کروندې او د زعفرانو پنځه ننداریزې کروندې هم جوړې شوي دي.