پشتونکوټ کې د یو سربند په جوړېدو سره، د ۶۰۰ هکټاره ځمکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره شوه
![پشتونکوټ کې د یو سربند په جوړېدو سره، د ۶۰۰ هکټاره ځمکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-02/152519980_4073788839312352_6206514394925091412_o.jpg)
۴ کب ۱۳۹۹
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په علیکه کلي کې د اوبو د یو سربند په جوړېدو سره، د ۶۰۰ هکټاره کرنیزو ځمکو د اوبو د کموالي ستونزه هواره شوې ده.
یاد سربند چې ۱۳۲.۵ متره اوږدوالی او څلور متره لوړوالی لري د ناروي هېواد له مرستو څخه د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د «اکټیډ» موسسې له خوا جوړه شوې ده.
ددې سربند د چارې په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره، د پشتونکوټ ولسوالۍ د ۱۲ کلیو د کرنیزو ځمکو د اوبو ستونزې هوارې شوي دي.