لغمان کې له یوشمېر قصابانو او لبنیاتو پلورونکو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د « Radp-E» موسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام ښار له یوشمېر قصابانو او لبنیاتو پلورنکو سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
د لغمان دکرنې ریاست وایي، چې په دغو مرستو کې د خوړو خوندیتوب، پاکوالي او حفظ الصحې اړین توکي شامل دي، چې ددغو کاروباریانو د حفظ الصحې او خوندیتوب په موخه پر دوی وېشل شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره له دغو توکو څخه برخمن شوي کسانو ته په یادو برخو کې شپږ میاشتې روزنه هم ورکړل شوې وو.
د یادې مرستې موخه د ښار پاکوالی، چاپېریال ساتنه او خلکو ته غوره کیفیت لرونکو محصولات وړاندې کوي دي.