پروان کې د پیاز او کچالو د زېرمتونونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي
![کار ساخت ذخیرهگاههای پیاز و کچالو در پروان به ۹۰ درصد بیش رفته است](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/125386476_3809498919074680_3363138713452909265_o_1.jpg)
۲۶ لړم ۱۳۹۹
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب خیرزاد وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د پیازو د ۲۰۰ زېرمتونونو او د کچالو د ۳۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوي، چې ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه زېرمتونونه د پروان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جوړېدو په حال کې دي. ددغو زېرمتونونو په بشپړېدو سره ددې ولایت د بزګرانو د پیازو او کچالو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي.