لغمان کې د لیمو او مالټې ۳۷ نوي بڼونه جوړ شوي

mail-admin
Wed, Oct 28 2020 3:12 PM
لغمان کې د لیمو او مالټې ۳۷ نوي بڼونه جوړ شوي


۷ لړم ۱۳۹۹
د هېواد په ختیځ زون کې «ننګرهار، کونړ او لغمان» هغه ولایتونه دي، چې هوا او ځمکه یې د سټروسو نیالګیو ته جوړه او مناسبه ده او په یادو ولایتونو کې د سټروسو «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه ډېر دي.
د لغمان په ولایت کې د سټروسو بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د سټروسو ونې اېښي دي او يا د سټروسو بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو دوو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د سټروسو یوشمېر معیاري بڼونه هم جوړ شوي دي.
په هېواد کې د سټروسو او نورو مېوه لرونکو بڼونو د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټورې پروژې« HVCDSP» له خوا د لغمان مرکز مهترلام بابا په سیمه کې د لیمو او مالټې ۳۷ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې چارواکي وایي، چې په دغو بڼونو کې د لیمو دوه زره او ۱۰۰ نیالګي او د مالټې درې زره او ۸۰ نیالګي اېښودل شوي دي. د دوی په خبره ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت ۳.۹ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویل شوې ده. له دغو بڼونو په نانېغه توګه ۸۵۰۰ تنه نارینه او ښځې ګټه پورته کوي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې د چارواکو په وینا یاد بڼونه د تودوخي د کنټرول، د اکسیجن د تولید او همدارنګه د خاورې د تخریب د مخنیوي په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي او همدارنګه نوموړي بڼونه د بزګرانو لپاره د عاید ترلاسه کولو یوه حلاله او ښه لاره هم ده.
د یادو بڼونو یو تن ګټه اخیستونکی، اسدالله وايې: «پخوا دا ځمکه یوه سپیره دښته وه، چې خلک به د الوتونکو مرغانو د ښکار لپاره دلته راتلل او بېلابېل الوتونکي به یې په ناقانونه توګه ښکارول، خو اوس دا دښته د لیمو او مالټو په نیالګیو سمسوره شوې، چې دا چاره له یوه پلوه د چاپېریال لپاره ګټه لري او له بله پلوه زمونږ لپاره د عایداتو ترلاسه کولو یوه ښه سرچینه ده .»
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې « HVCDSP» چارواکي وایي  په پام کې لري، چې د هېواد په څلورو ولایتونو «ننګرهار، لغمان، کونړ او خوست» کې د سټروسو یوشمېر نور بڼونه هم جوړ کړي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS