ارزګان کې د شکرپارې ۱۲ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شوي دي

۲۹ تله ۱۳۹۹
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د شکرپارې ۱۲ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شوي دي.
دغه بڼونه ددې ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د یو میلیونه او ۶۰۹ زره او ۸۸۴ افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
په ارزګان کې د شکرپارې د بڼونو د بیارغونې او دودولو په پار، په یوشمېر بڼوالو کرنیز کڅوړې هم وېشل شوي دي.