د هرات په خصوصي شرکتونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې پرانیستل شول

یکشنبې د تلې ۱۳مه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، ددې ولایت په یوشمېر فعالو شرکتونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس شپږ کرښې پرانیستل.
د فهیم فیصل په شرکت کې د ځیرې او ممیزو د پروسس کرښې، د ممتاز اکرمې په شرکت کې د ځیرې د پروسس کرښه، د نیکو بوجار په شرکت کې د پستې د پروسس کرښه، د سعیدفیاض په شرکت کې د ځیرې د پروسس کرښه او د فهیم میلاد په شرکت کې د پستې د پروسس کرښه؛ د کرنې وزارت په همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په تمویل سره تجهیز او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
ددغو کرښو د جوړولو او سمبالولو ټولیز لګښت ۲۰۳.۹ میلیونه افغانۍ ده، چې د یادو شرکتونو ونډه هم په کې شاملیږي.
دغه شرکتونه به له دې وروسته یاد کرنیز محصولات په اسټنډرد او د نړیوالو بازارونو په معیار برابر پروسسوي.