د لغمان قرغیو کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز بنسټ کېښودل شوه

mail-admin
Wed, Jul 01 2020 12:52 PM
د لغمان قرغیو کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز بنسټ کېښودل شوه
 
۱۱ چنګاښ ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، د شېدې ټولولو دغه مرکزونه چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده، چې د جوړولو چارې یې د روان کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شېدې د ټولولو په وړتیا سره جوړیږي عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګدام لري.
د یادو مرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس د فابریکو په واک کې یې ورکوي، چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په برخه کې د پام وړ مرسته کوي.
د چارواکو په خبره د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی. دوی زیاتوي، چې د شېدې ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي، چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS