د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ
۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ نن دغه هېواد ته روان شو.
په دغه پلاوي کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنې وزارت د کرنیزو ترویجي چارو د لوی ریاست سلاکار ډاکټر روحالله فضلي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مرستیال میرویس حاجيزاده او د یادې خونې د نړۍوالو اړیکو رییس امید حیدري هم ګډون لري.
ټاکل شوې، چې دغه سفر د ۲۰۲۶ میلادي کال د نومبر له ۷مې تر ۱۲مې نېټې پورې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې دواړه لوري د کرنې، مالدارۍ او خوراکي توکو د پروسس په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د عملي هوکړهلیکونو د تعقیب په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.
دغه سفر د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اړیکو او دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.
