د خوست مرکز کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Sat, Nov 07 2026 8:52 AM
د خوست مرکز کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‎او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ، د خوست مرکز په درېیو واحدونو «شمل، متون او لکڼ» کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد پروګرام له مخې، به په هر واحد کې۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته، هر یوه ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوي د غنمو تخم ووېشل شي، چې په ټولیز ډول به ۷۵ ټنه تخم پر ۱۵۰۰ بزګرانو ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې د مستحقو بزګرانو د تثبیت په موخه سروې او د کارتونو د وېش بهیر له دې وړاندې بشپړ شوی و. همدارنګه، هر بزګر به د ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شویو تخمونو په بدل کې به ۸۰۰ افغانۍ ورڅخه واخیستل شي.
د دغه پروګرام موخه د اصلاح شویو تخمونو د کارونې دودول، د غنمو د حاصلاتو لوړول او د بزګرانو د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی دی.

آغاز روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در مرکز ولایت خوست
۱۶ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، تحت نظارت آمریت امور زراعتی و با حمایت مالی اداره خوراک و زراعت سازمان ملل متحد (FAO) و همکاری مؤسسه ORD، روند توزیع تخم اصلاح‌شده گندم را برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد اداری شمل، متون و لکڼ در مرکز این ولایت آغاز کرد.
بر اساس این برنامه، در هر واحد اداری برای ۵۰۰ دهقان مستحق، به هر نفر ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم توزیع می‌شود که در مجموع ۷۵ تُن تخم برای ۱۵۰۰ دهقان اختصاص یافته است.
گفتنی است که روند سروی و تثبیت دهقانان مستحق و توزیع کارت‌های مربوط به آنان پیش از این تکمیل شده بود. همچنان، هر دهقان در بدل دریافت ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، مبلغ ۸۰۰ افغانی پرداخت می‌کند.
هدف از تطبیق این برنامه، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده، افزایش حاصلات گندم و بلند بردن میزان تولیدات زراعتی دهقانان می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS