خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Wed, Oct 21 2026 11:26 AM
خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غله‌جاتو ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت په صبريو/یعقوبیو، باک، علېشیرو او تریزیو، تڼیو، ګربزو، نادر شاه کوټ، اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي.
د خوست د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په همدې موخه د یادو سیمو پر ۱۶ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوې، چې ننداریزې کروندې ترې جوړې کړي. د یادو مرستو د وېش په موخه د اړوندو ولسوالیو د کرنې مدیرانو له لوري له وړاندې سروې ترسره شوې وه، چې پر بنسټ یې مستحق بزګران پېژندل شوي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورته وېشل شوې دي.
د دې پروګرام په لړ کې، د جاني‌خېلو ولسوالۍ شپږو مستحقو بزګرانو ته هم د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې، چې هر بزګر ته پکې ۱۶ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او یوه بوجۍ سپینه کیمیاوي سره ورکړل شوه.
د یاد پروګرام اساسي موخه د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د اغېزمنې او معیاري کارونې دودول، د غنمو د حاصلاتو د کمیت او کیفیت لوړول، د بزګرانو د کرنیزو وړتیاوو پیاوړتیا او د هغوی د کرنیزو فعالیتونو ملاتړ بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د ټینګښت او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، د کرنیزو نمایشي قطعو د جوړولو او د کرنې د عصري لارو چارو د دودولو پروګرامونه پلي کوي.
دغه راز، ننداریزې کروندې د کرنیزو ترویجي فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، چې له لارې یې بزګران د اصلاح شویو تخمونو له ګټو، د کیمیاوي سرو له مناسبې کارونې او د غنمو د کرکېلې له غوره لارو چارو سره په عملي توګه اشنا کېږي. دا ډول پروګرامونه د کرنیزو حاصلاتو په لوړولو، د تولیدي لګښتونو په اغېزمن مدیریت او د هېواد د کرنیز سکټور په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.


ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم به‌منظور افزایش حاصلات گندم در خوست
۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در چارچوب بودجه انکشافی امارت اسلامی افغانستان و تحت نظارت ریاست غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کشتزارهای نمایشی گندم را در ولسوالی‌های صبریو/یعقوبیو، باک، علیشیرو و تریزیو، تنی، گربز، نادرشاه‌کوت، اسماعیل‌خیل و مندوزیو ایجاد می‌کند.
بر اساس معلومات ریاست زراعت خوست، به همین منظور برای ۱۶ دهقان در مناطق یادشده تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شده است تا با استفاده از آن کشتزارهای نمایشی ایجاد کنند. به‌منظور توزیع این کمک‌ها، از سوی مدیران زراعت ولسوالی‌های مربوطه از قبل سروی انجام شده بود که بر اساس آن دهقانان مستحق شناسایی شده و تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای‌شان توزیع گردیده است.
در چارچوب این برنامه، برای شش دهقان مستحق در ولسوالی جانی‌خیل نیز تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شده است که به هر دهقان ۱۶ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود کیمیاوی سیاه و یک بوجی کود کیمیاوی سفید داده شده است.
هدف اساسی این برنامه، ترویج استفاده مؤثر و معیاری از تخم‌های اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی، افزایش کمیت و کیفیت حاصلات گندم، تقویت ظرفیت‌های زراعتی 
دهقانان و حمایت از فعالیت‌های زراعتی آنان عنوان شده است.
قابل یادآوری است که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور افزایش تولیدات زراعتی، تأمین امنیت غذایی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان، در ولایت‌های مختلف کشور برنامه‌های ترویج تخم‌های اصلاح‌شده، ایجاد قطعات نمایشی زراعتی و ترویج روش‌های عصری زراعت را تطبیق می‌کند.
همچنان کشتزارهای نمایشی بخش مهمی از فعالیت‌های ترویجی زراعتی به شمار می‌روند که از طریق آن دهقانان به‌گونه عملی با مزایای تخم‌های اصلاح‌شده، استفاده مناسب از کودهای کیمیاوی و روش‌های بهتر کشت گندم آشنا می‌شوند. این‌گونه برنامه‌ها می‌توانند در افزایش حاصلات زراعتی، مدیریت مؤثر هزینه‌های تولید و تقویت سکتور زراعت کشور نقش مهمی ایفا کنند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS