کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه
۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم د لارو چارو د ارزونې او د ونو د پرې کولو او لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مولوي محمد عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله ظاهر، د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست استازو او د کرنې وزارت یو شمېر رییسانو او سلاکارانو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي، د شته ځنګلونو د ساتنې او په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ځنګلونو د بیارغونې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، څو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ له لارې د هېواد د ځنګلونو چارې په اغېزمنه توګه مدیریت او ساتنه یې وشي او د ځنګلونو د ویجاړېدو او پرې کولو د مخنیوي او د هغوی د بیارغونې لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
