د پکتیکا ګومل ولسوالی کې بنسټیزې پراختیایي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
Sun, Jul 12 2026 9:24 AM
د پکتیکا ګومل ولسوالی کې بنسټیزې پراختیایي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو»مؤسسې له خوا د ګومل ولسوالی په خرمینزي، نواب کلا، شرقي، زانګي‌خېلو او عیسي‌ګې کلیو کې د بنسټیزو پراختیایي پروژو چارې په بریالیتوب سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو په لومړۍ برخه کې د ګومل سیند پر غاړه د خرمینزي په کلي کې د سیلابونو د خطر د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه ۱۸۲ متره اوږد، ۵ متره لوړ ګبیوني استنادي دیوال جوړ شوی دی. دغه دیوال د (۵، ۴، ۳، ۲ او ۱) مترو په پلنوالي په پړاویز ډول رغول شوی او په اوږدو کې یې ۹ دانه سپرونه (Spurs) هم جوړ شوي، ترڅو د سیند د اوبو سرعت کم او د غاړې د تخریب مخه ونیول شي. د دې برخې ټولې چارې په بشپړ ډول پای ته رسېدلې دي.
د پروژې په دویمه برخه کې د ګومل ولسوالی د سورکې سیمې څخه تر زانګي اډې پورې ۹ کیلومتره کلیوالي سړک د ۴ مترو په سور جوړ شوی دی. د سړک دواړو غاړو ته لښتې (ویالې) د محلي موادو په کارولو سره جوړې شوې،وروستي پړاو کې د ۴ ټنه رولر په وسیله ټینګه او معیاري شوې ده.
د پروژې تر بشپړېدو وروسته، یادې پروژې د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته په رسمي ډول وسپارل شوې، ترڅو د سیمې اوسېدونکي ترې په دوامداره توګه ګټه واخلي.
د دغو بنسټیزو پروژو پلي کېدل به د سیلابونو د زیانونو په کمولو، د کرنیزو ځمکو په ساتنه، د کلیوالو د تګ راتګ په اسانتیا، د ترانسپورتي لګښتونو په راکمولو او د سیمه‌ییز اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

پروژه‌های زیربنایی انکشافی در ولسوالی گومل ولایت پکتیکا به بهره‌برداری سپرده شد
۲۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، با هماهنگی مؤسسه «هیلټو»، پروژه‌های زیربنایی انکشافی را در قریه‌های خرمینزی، نواب‌قلعه، شرقی، زانگی‌خیل و عیسی‌گی ولسوالی گومل با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرد.
در بخش نخست این پروژه‌ها، به‌منظور جلوگیری از خطر سیلاب‌ها و حفاظت از زمین‌های زراعتی، یک دیوار استنادی گبیونی به طول ۱۸۲ متر و ارتفاع ۵ متر در کنار دریای گومل، در قریه خرمینزی احداث شده است. این دیوار به‌گونه پلکانی با عرض‌های ۵، ۴، ۳، ۲ و ۱ متر ساخته شده و در امتداد آن ۹ آب‌شکن (Spurs) نیز ایجاد گردیده است تا سرعت جریان آب کاهش یافته و از تخریب سواحل رودخانه جلوگیری شود. تمامی کارهای این بخش به‌گونه کامل به پایان رسیده است.
در بخش دوم پروژه، یک سرک روستایی به طول ۹ کیلومتر و عرض ۴ متر از منطقه سورکی ولسوالی گومل تا زانگی‌آده احداث شده است. در دو طرف این سرک، جویچه‌ها با استفاده از مواد محلی ساخته شده و در مرحله نهایی، سرک با استفاده از رولر ۴ تُنی فشرده و مطابق معیارها تکمیل گردیده است.
پس از تکمیل پروژه، این تأسیسات به‌گونه رسمی به ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا سپرده شد تا باشندگان محل به‌صورت دوامدار از آن بهره‌مند شوند.
تطبیق این پروژه‌های زیربنایی نقش مهمی در کاهش خسارات ناشی از سیلاب‌ها، حفاظت از زمین‌های زراعتی، تسهیل رفت‌وآمد روستاییان، کاهش هزینه‌های ترانسپورتی و بهبود وضعیت اقتصادی منطقه ایفا خواهد کرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS