هلمند کې د پستې نوي بڼونه جوړیږي
![هلمند کې د پستې نوي بڼونه جوړیږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-02/84337011_3028336567190923_8762584056731795456_o.jpg)
۱۶ سلواغه ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداررۍ ملي برنامې «NHLP» او د «مرسي کور» بدیل معیشت پروګرام له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې لسګونه جریبه بڼونه جوړ شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د مرسي کور بدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د نهرسراج ولسوالیو ۵۰ تنو بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې بڼونو جوړولو په پار د نقشې او ډیزاین په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
ګډون والو ته په دې پروګرام کې د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شول.
په هلمند کې د پستې نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې ۳۱۴ جریبه بڼونه جوړ شوي و، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.