نورستان کې دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, Apr 13 2026 11:26 AM
نورستان کې دعشراو زکات کارکوونکو ته د کاري اسانتیاوو په موخه موټرسایکلونه ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشراو زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د کاري اسانتیاوو او پیاوړتیا په موخه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام اړوند د عشراو زکات لوی ریاست له لوري د نورستان ولایت عشر او زکات د مرکز او ولسوالیو مدیرانو ته نهه عرادې موټرسایکلونه ووېشل شول.
د یادو موټرسایکلونو په ورکړې سره به د ولسوالیو اړونده چارواکو وکولای شي خپلې کاري چارې په چټکۍ اسانۍ او ښه همغږۍ سره ترسره کړي. همدا ډول د یادو وسایطو پر مټ به د عشراو زکات راټولول څارنې او تنظیم چارې لا منظمې او اغېزمنې شي. همدا شان مسؤلین به وکولای شي، چې لرې او پرتو سیمو او کلیو ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
همدارنګه د دغو موټرسایکلونو په مرسته به د ولسوالیو مدیران وکولای شي له بزګرانو مالدارانو او د سیمې له اوسېدونکو سره نېغ په نېغه اړیکې ټینګې کړي د عشراو زکات اړوند پوهاوی به زیات کړي همدارنګه به د عشر زکات محصولاتو راټولولو بهیر به په منظم او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
د نورستان ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري د عشراو زکات آمرین او د ولسوالیو مدیران د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مقام او د عشر او زکات لوی ریاست له دوامداره ملاتړ او پاملرنې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې له ورکړل شویو امکاناتو څخه به په مسؤلانه او اغېزمن ډول ګټه پورته کړي، تر څو د عشراو زکات راټولولو او تنظیم بهیر لا پیاوړی او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ډول اسانتیاوې به نه یوازې د کارکوونکو د کاري وړتیاوو او مورال په لوړولو کې مهم رول لري بلکې د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د چارو د لا چټکتیا لامل به هم وګرځي.


در نورستان به‌منظور فراهم‌سازی سهولت‌های کاری برای کارمندان عشر و زکات، موترسایکل توزیع شد
۲۴ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، به‌منظور تطبیق مؤثرتر امور و تقویت سهولت‌های کاری مدیران ولسوالی‌ها، از سوی ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ۹ عراده موترسایکل برای مدیران مرکز و ولسوالی‌های این ولایت توزیع گردید.
با توزیع این موترسایکل‌ها، مسئولان مربوطه در ولسوالی‌ها خواهند توانست امور کاری خویش را با سرعت، سهولت و هماهنگی بهتر انجام دهند. همچنان، از طریق این وسایط، روند جمع‌آوری، نظارت و تنظیم عشر و زکات منظم‌تر و مؤثرتر خواهد شد و مسئولان قادر خواهند بود به‌گونه آسان به مناطق دوردست و قریه‌جات رفت‌وآمد نمایند.
همچنان، مدیران ولسوالی‌ها با استفاده از این موترسایکل‌ها می‌توانند ارتباط مستقیم با دهقانان، مالداران و باشندگان محل برقرار نموده، سطح آگاهی‌دهی در مورد عشر و زکات را افزایش دهند و روند جمع‌آوری محصولات مربوطه را به‌شکل منظم و مؤثر پیش ببرند.
رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، آمرین عشر و زکات و مدیران ولسوالی‌ها از حمایت و توجه دوامدار مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و ریاست عمومی عشر و زکات قدردانی نموده و اطمینان دادند که از امکانات فراهم‌شده به‌گونه مسئولانه و مؤثر استفاده خواهند کرد تا روند جمع‌آوری و تنظیم عشر و زکات بیش از پیش تقویت و منظم گردد.
قابل یادآوری است که چنین سهولت‌ها نه تنها در افزایش ظرفیت و روحیه کاری کارمندان نقش مهم دارد، بلکه باعث بهبود کیفیت خدمات و تسریع امور نیز می‌گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS