د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
Tue, Apr 07 2026 1:23 PM
امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د ارزښت ځنځیرونو پیاوړتیا» پروژې د همکارۍ هوکړه‌لیک په کابل کې لاسلیک شو. 
یاده پروژه، چې ۱۲ میلیونه او ۷۹۸ زره او ۵۰۱ امریکایي ډالره ارزښت لري، د څلورو کلونو په موده کې به د هېواد په ۱۷ ولایتونو،له ډلې بدخشان، فاریاب، بلخ، بامیان، کابل، غزني، خوست، پکتیا، میدان وردګ، هرات، بادغیس، فراه، کندهار، ارزګان، لغمان او کونړ کې پلي شي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د دې هوکړهلیک د لاسلیک په مراسمو کې د پروژو په پلي کېدو کې پر روڼتیا او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه مالي سرچینې چې پروژو ته ځانګړې شوې دي، د خلکو شتمني ده او باید په شفاف او اغېزمن ډول ولګول شي. نوموړي همدارنګه د داسې پروژو پر طرحه ټینګار وکړ چې د کورنیو اقتصاد ته وده ورکړي او د مالدارۍ محصولاتو د وارداتو کمولو او صادراتو زیاتولو ته زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د هالند کمېټې مرستیال، ډاکټر عبدالقادر فخري، د دې ادارې فعالیتونو ته په اشارې وویل، چې ددې کمېټې له خو په تېرو کلونو کې د کرنې وزارت سره په همغږۍ، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د څارویو وېش، د وټرنرانو روزنه، د واکسیناسیون پلي کول، د حیواني کلینیکونو جوړول، د څارویو د نسل اصلاح او د نباتي افتونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې بېلابېل پروګرامونه پلي شوي دي.
د افغانستان لپاره د هالند کمېټه یوه نادولتي، ناپییلي او غیرانتفاعي اداره ده، چې له درېیو لسیزو څخه راهیسې د کرنې، مالدارۍ او د حیواني روغتیا په برخو کې فعالیت کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS