کندهار کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو معیاري چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د اوبو د زېرمو پیاوړتیا، د وچکالۍ اغېزو کمولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه، د کرنې وزارت د نویو اوبو ساتونکو پروژو پلي کولو ته دوام ورکړی دی.
په همدې لړ کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې د مزار بابا د وچ باغتو په سیمه کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت یو معیاري چکډېم تر جوړېدو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دکندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وایي، یاد چکډېم ۳۶ متره اوږدوالی او ۱۰.۵ متره لوړوالی لري او په یوه وخت کې د ۲۰ زره څخه تر ۳۰ زره متره مکعب پورې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه چکډېم د جوړېدو موخه د باراني سېلابونو د اوبو مهار، د وچکالۍ سره مبارزه، په سیمه کې د کرنې او مالدارۍ لپاره د اوبو برابرول، د سیمهییزو خلکو ملاتړ او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې دا چکډېم په داسې حال کې جوړ شوی چې د کندهار د کرنې ریاست دا مهال د اوبو د کمښت او وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه، د بزګرانو، مالدارانو او سیمهییزو خلکو د اوبو ستونزو د راکمولو لپاره په ژړۍ او کښته شاولیکوټ ولسوالیو کې د دوو نورو چکډېمونو د جوړولو چارې هم روانې کړې دي او هڅه کوي د اوبو ستونزې تر ډېره حده راکمې کړي.
یک چکدم معیاری به ارزش ۲.۱ میلیون افغانی در کندهار به بهرهبرداری سپرده شد
۲۳ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
به منظور تقویت ذخایر آب، کاهش پیامدهای خشکسالی و رشد زراعت و مالداری، وزارت زراعت به تطبیق پروژههای جدید حفاظت و مدیریت آب ادامه داده است.
در همین راستا، یک چکدم معیاری به ارزش ۲.۱ میلیون افغانی که از بودجه انکشافی وزارت زراعت و تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار در ساحه باغهای خشک مزار بابا، ولسوالی شاولیکوت علیای ولایت کندهار اعمار شده بود، پس از تکمیل کار، طی مراسم ویژهای به بهرهبرداری سپرده شد.
انجینر نورمحمد همکار از آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار اظهار داشت که این چکدم ۳۶ متر طول و ۱۰.۵ متر ارتفاع دارد و توانایی ذخیرهسازی همزمان ۲۰ تا ۳۰ هزار متر مکعب آب را دارا میباشد.
به گفته وی، هدف از اعمار این چکدم مهار آبهای سیلابی ناشی از بارندگی، مبارزه با خشکسالی، فراهمسازی آب برای زراعت و مالداری در منطقه، حمایت از باشندگان محل و بلند بردن سطح آبهای زیرزمینی است.
قابل یادآوری است که این چکدم در حالی به بهرهبرداری سپرده شده که ریاست زراعت کندهار هماکنون در راستای مبارزه با کمبود آب و خشکسالی، کار ساخت دو چکدم دیگر را در ولسوالیهای ژړۍ و شاولیکوت سفلی آغاز کرده و تلاش دارد مشکلات آبی دهقانان، مالداران و باشندگان محل را تا حد امکان کاهش دهد.
