لغمان ولایت کې د نهر شاهي کانال د استملاک چارې په قانوني او منظم ډول روانې دي

mail-admin
Wed, Dec 03 2025 9:22 AM
لغمان ولایت کې د نهر شاهي کانال د استملاک چارې په قانوني او منظم ډول روانې دي

‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لورې د لغمان ولایت علینګار ولسوالی اړوند سیمه کې د نهر شاهي کانال د پروژې لپاره د ځمکو د استملاک او قیمت ایښودنې چارې په منظم، معیاري او قانوني ډول پر مخ روانې دي.
‏یادې چارې شاوخوا شل ورځې وړاندې د دې ریاست د فني او تخنیکي کارکوونکو له‌خوا پیل شوې وې، چې د کارکوونکو د مسلکي هڅو او منظم پلان په نتیجه کې تر دې مهاله نږدې ۷۰ سلنه چارې يې بشپړې شوې دي.
‏دغه پروژه د لغمان ولایت لپاره د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي، د اوبو د ښه مدیریت د معیاري کېدو او د اقتصادي ودې په برخه کې یو بنسټیز ګام بلل کېږي. د استملاک چارو پر وخت بشپړېدل به د پروژې د عملي کار پړاو ته د ننوتلو بهیر نور هم چټک او اسانه کړي.
‏‏د یاد ریاست رهبري ټینګار کوي، چې یادې چارې به د مسلکي همغږۍ، دقیقې څارنې او د خلکو د مشروع حقوقو د خوندیتوب په رڼا کې تر بشپړېدو پورې دوام ومومي.

کارهای استملاک کانال نهرشاهی در ولایت لغمان به‌شکل قانونی و منظم جریان دارد
کارهای استملاک و قیمت‌گذاری زمین برای پروژه کانال نهرشاهی در مربوطات ولسوالی علینگار ولایت لغمان، از سوی تیم‌های تخنیکی و مسلکی ریاست ارزیابی، استملاک و بی‌جا‌سازی تحت چوکات ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌گونه منظم، معیاری و کاملاً قانونی پیش برده می‌شود.
این روند حدود بیست روز پیش توسط کارمندان فنی و تخنیکی این ریاست آغاز شده بود که بنابر تلاش‌های مسلکی کارمندان و تطبیق پلان منظم، تاکنون نزدیک به ۷۰ درصد آن تکمیل گردیده است.
این پروژه برای ولایت لغمان یک گام اساسی در راستای افزایش محصولات زراعتی، معیاری‌ساختن مدیریت آب و تقویت رشد اقتصادی به‌شمار می‌رود. نهایی‌شدن کارهای استملاک، روند آغاز عملی کار پروژه را بیشتر تسریع و تسهیل خواهد کرد.
رهبری این ریاست تأکید می‌کند که کارهای یادشده تا تکمیل‌شدن آن، در پرتو هماهنگی مسلکی، نظارت دقیق و حفظ حقوق مشروع مردم به‌گونه پیوسته ادامه خواهد یافت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS