د هلمند په ولایت کې د پنبې د پروسس له فابریکو څخه د کرنې وزارت د ویاند لیدنه

mail-admin
Sun, Nov 16 2025 11:11 AM
د هلمند په ولایت کې د پنبې د پروسس له فابریکو څخه د کرنې وزارت د ویاند لیدنه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، هلمند ولایت ته دخپل سفر پر مهال د پنبې له یو شمېر پروسس کوونکو فابریکو څخه لیدنه وکړه او د پنبې د تولید د کمیت او کیفیت د لوړولو لپاره د وزارت د هڅو یادونه وکړه. نوموړي په ټول هېواد کې د پنبې د معیاري پروسس  پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
پنبه د هلمند له مهمو او مشهور کرنیزو  محصولاتو څخه ده او په دې ولایت کې زرګونه جریب ځمکه د پنبې کر ته ځانګړې شوې ده. د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د دې ولایت ۴۸ فعالو فابریکو توانېدلي دي، چې ټولټال ۲۰۷ زره او ۳۶۰ ټنه پروسس شوې پنبه تولید کړي. هره فابریکه په اوسط ډول د ورځې ۱۱.۵ ټنه مالوچ او په شپږو میاشتو کې ۴۳۲۰ ټنه دانو لرونکې پنبه پروسس کړي دي.
په هلمند کې د پنبې په هره فابریکه کې شاوخوا ۵۰ کسان په مستقیم ډول او ۵۰ تنه نور په غیر مستقیم ډول په تولیدي بهیر کې بوخت دي. دا لیدنه د تولید د کیفیت د لوړولو، د فابریکو د ظرفیت د پراخولو او د ځایي کاري فرصتونو د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده.


بازدید سخنگوی وزارت زراعت از کارخانه‌های پروسس پنبه در هلمند
۲۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی شیر محمد حاتمی سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت هلمند از شماری از کارخانه‌های پروسس پنبه بازدید به عمل آورد و از تلاش‌های وزارت زراعت برای افزایش کمیت و کیفیت تولید پنبه سخن گفت. وی همچنین بر معیاری‌سازی پروسس پنبه در سراسر کشور تأکید کرد.
پنبه از محصولات عمده و مشهور ولایت هلمند است و هزاران جریب زمین این ولایت به کشت پنبه اختصاص دارد. در شش ماه نخست سال جاری، ۴۸ کارخانه فعال این ولایت توانسته‌اند ۲۰۷ هزار و ۳۶۰ تن پنبه پروسس شده تولید کنند. هر کارخانه به طور متوسط روزانه ۱۱.۵ تن پنبه و در طول شش ماه ۴۳۲۰ تن دانه‌دار پنبه پروسس کرده است.
در هر کارخانه حدود ۵۰ نفر به صورت مستقیم و ۵۰ نفر به صورت غیرمستقیم در فرآیند تولید مشغول به کار هستند. این بازدید با هدف ارتقای کیفیت تولید، افزایش ظرفیت کارخانه‌ها و حمایت از اشتغال‌زایی محلی انجام شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS