کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

mail-admin
Tue, Nov 04 2025 3:23 PM
کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د «کندا فروټ» خصوصي شرکت له‌خوا روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر په ځانګړې غونډه کې د کندهار ولایت په مرکز کې پیل شو.
ددې بهیر د پیل په مراسمو کې د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي، د «کندا فروټ» شرکت مسؤلین او یو شمېر سیمه‌ییز چارواکي شتون درلود.
د «کندا فروټ» شرکت چې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، اعلان وکړ چې سږ کال پلان لري ټول ټال ۱۰۰۰ متریک ټنه د افغانستان مڼې او انار روسیې ته صادر کړي.
مولوي شېر محمد حاتمي په خپله وینا کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات بهرنیو هېوادونو ته د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، چې دا بریا د لوړ کیفیت لرونکو مېوو د تولید په برخه کې د افغان بزګرانو د هڅو پایله ده.
نوموړي همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو یادونه وکړه، چې د بازارموندنې، معیاري‌سازۍ، تولید، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې د خصوصي سکتور په نږدې همکارۍ ترسره کېږي، او ډاډ یې ورکړ چې دا هڅې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.


آغاز روند صادرات ۵۰ متریک تُن سیب از ولایت کندهار به کشور روسیه
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
روند صادرات ۵۰ متریک تُن سیب به ارزش یک صد هزار دالر  از سوی شرکت خصوصی «کندا فروت» در همکاری با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان طی برنامه‌ای در ولایت کندهار آغاز شد.
در مراسم آغاز این روند، مولوی شیرمحمد حاتمی رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت، مسئولان شرکت کندا فروت و شماری از مقامات محلی حضور داشتند.
شرکت کندا فروت که در زمینه پروسس و بسته‌بندی محصولات زراعتی فعالیت دارد، اعلام کرد که در سال جاری قصد دارد در مجموع ۱۰۰۰ متریک تُن میوه سیب و انار افغانستان را به کشور روسیه صادر نماید.
مولوی شیرمحمد حاتمی در سخنرانی خود صادرات محصولات زراعتی افغانستان به کشورهای خارجی را عامل مؤثر در تقویت اقتصاد دهقانان دانست و افزود که این موفقیت نتیجه تلاش‌های دهقانان در تولید میوه‌های باکیفیت است.
وی همچنان از تلاش‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در زمینه بازاریابی، معیاری‌سازی روند تولید، پروسس و بسته‌بندی محصولات زراعتی در همکاری نزدیک با سکتور خصوصی یاد آوری کرده و از ادامه آن تلاش ها اطمینان داد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS