د کرنې په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د بورډ غونډه دایره شوه

mail-admin
Thu, Oct 09 2025 10:12 AM
د کرنې په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د بورډ غونډه دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنیزو تخمونو د بورد غونډه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» استازی، د کرنیزو تخمونو تولیدوونکو شرکتونو او د اصلاح شوو نیالګیو د تولیدي شرکتونو د استازو په ګډون د دې وزارت په مقر کې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې څارويو لپاره د علوفې د برابرولو، د نويو علوفو د ورایټیو پېژندنې، څېړنیز او ازمایښتي تجربو، د تصدیق شوو مېوه‌لرونکو نیالګیو د تولید او د تصدیق شوو مورني تخمونو د تولید په هکله خبرې اترې وشوې او همدارنګه  دکرنې وزارت د  کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست له خوا د کرنیزو تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو د ارزونې راپور وړاندې او په یادو برخو کې ګډونوالو خپل وړاندیزونه وړاندې او نظرونه تباله کړل.
مولوي عثماني په خپلو پرانیستونکو خبرو کې د تخم پر ارزښت او دغه راز د تولیدي شرکتونو پر شفاف او معیاري فعالیت ټینګار وکړ. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د لوړ کیفیت لرونکو نیالګیو تولید، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ او د څارويو لپاره معیاري او صحي علوفې برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي، څو بزګران او عام خلک ترې هر اړخیزه ګټه پورته کړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې نظریې او وړاندیزونه د بحث شوو موضوعاتو په تړاو وړاندې کړل او د بحث اړوند اړینې پریکړې تصویب شوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS