د «امید بهار» تولیدي فابریکه د ختیځ لبنیاتو له ټولنې شېدې پېري

mail-admin
د «امید بهار» تولیدي فابریکه د ختیځ لبنیاتو له ټولنې شېدې پېري

۲۶ لېندۍ ۱۳۹۸
دهغه تړون پر اساس چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د «امید بهار» د مېوو د پروسسس فابریکې او د ختیځ لبنیاتو ټولنې ترمنځ لاسلیک شو، ټاکل شوې چې یاده فابریکه به ددې فابریکې ټول تولید شوي او چمتو شوي شېدي وپېري.
دغه تړون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په شتون کې د «امید بهار» د مېوو د پروسسس د فابریکې رییس مصطفی صادق او د ختیځ لبنیاتو د ټولنې مشر محمدحسن تر منځ د کرنې په وزارت کې لاسلیک شو. د تړون پر اساس د ختیځ لبنیاتو فابریکه چې مرکز یې د ننګرهار په ښار کې ده باید په هره مرحله کې څه باندې څلور زره لېټره د غوا تازه شېدي یادې فابریکې ته ورکړي.
د دې تړون په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د ختیځ لبنیاتو څخه د تازه شېدو د پېرلو په پار د «امید بهار» د مېوو د پروسس له فابریکې ستاینه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان د میلیونونو لېټره تازه شېدو د تولید وړتیا لري.
ښاغلی درانی وویل، چې یاده فابریکه به د تازه شېدو له نورو تولیدوونکو ټولنو سره هم ونښلول شي. د کرنې وزیر په خبره د «امید بهار» د پروسس فابریکه چې به هره کچه وړتیا او ظرفیت ولري په هماغه کچه تازه شیدې تولید او چمتو کیږي.
د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې د شېدو د پروسس د لړۍ پیل د مالدارۍ له ودې او د کورنیو له اقتصاد سره مرسته کړې او هېواد ته د لبنیاتو د واردولو مخنیوی کوي.
په همدې حال کې د «امید بهار» د مېوو د پروسس د فابریکې مشر مصطفی صادق وایي، چې یاده فابریکه په ورځ کې د درې زره لېټره شېدو د پروسس وړتیا لري. د هغه په خبره یاده فابریکه کولای شي، چې نور لبنیات لکه پېروی، پنیر، عسلي قیماق او ذایقه لرونکی تروې هم تولید کړي.
ښاغلی صادق زیاته کړه، د «امید بهار» د مېوو د پروسس فابریکه په دې وروستیو کې د قیماق لرونکي شېدې پروسس او تولید هم پیل کړی دی. د هغه په خبره دغه فابریکه شېدې د «ملي» په نوم په خالص او «UHT» ډول پروسسوي.
دغه راز په دې غونډه کې د ختیځ لبنیاتو مشر محمدحسن وویل، دمګړۍ دغه ټولنه ددې وړتیا لري، چې په ورځ کې شپږ زره لېټره تازه شېدې راټولې کړي. هغه وویل، چې ددې تړون لاسلیک د کورنیو او مالدارانو په اقتصادي وده کې مرسته کوي. محمد حسن یاد تړون ته د زمینې برابرولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه هم مننه وکړه.