هلمند کې د شېدو پروسس کولو یو مرکز جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي ملاتړ ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوټي ته څېرمه سیمه کې د ۳۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د شېدو پروسس کولو مرکز جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز په اتو ساعتونو کې د دوه زره او ۵۰۰ لیټره شېدو د پروسس وړتیا لري.
د یاد مرکز د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د هلمند د کرنې ریاست دمالدارۍ او څارویو روغتیا امر، د ګڼو ادارو استازو، د هالنډ کمیټې د دفتر استازي د سیمې مالدارنو او فارم لرونکو ګډون کړي وو.
په ورته مهال د هالنډ کمیټې د دفتر استازي، دمالدارۍ او څارویو روغتیا امر او نورو ګډونوالو په خپل وار سره د دغه مرکز په ارزښت خبرې وکړې.
دوئ یاد مرکز دمالدارانو د لبنیاتو د پروسس او بازراموندې لپاره ډېر ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې یاد مرکز به د مالدارنو ستونزو په حل کې زیاته مرسته وکړي.