د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو غونډه دایره شوه

mail-admin
Thu, Jun 19 2025 9:12 AM
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو غونډه دایره شوه

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو او  نړۍوالو بنسټونو سره د همغږۍ په موخه، د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، په کابل کې یوه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د قرغزستان سفیر تورداکان صدیقوف، د ازبکستان د سفارت درېیم سکرتر فرخد تورابوف، د ترکمنستان د سفارت قونسل ویپانوباتوف، د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» استازي شین اچي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د بدیل معیشت برخې مسئول ارداکوستیم، او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام "یو ان ډي پي" مرستیال عبدالحمید عمر ګډون کړی و.
مولوي صدراعظم عثماني د ناستې په پیل کې د وزارت د تېرو درېیو کلونو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ، او د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه، د کرنې سکتور پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوې او له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنې تشریح کړې.
هغه زیاته کړه: «دغه ناسته مو د دې لپاره جوړه کړې، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور اړتیاوې له ملګرو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړو، تر څو پوه شي چې څنګه موږ سره مرسته کولی شي. همداراز، چې د جون په ۳۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې کومه نړیواله ناسته ترسره کېږي، یوه ښه موقع ده، تر څو د مرستو اعلان پکې وشي.»
د کرنې مرستیال وویل، چې اسلامي امارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره جدي او مؤثر ګامونه اخیستي، او اوس بزګرانو بدیلې کرنې ته مخه کړې ده. نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د بدیل کرنې د پیاوړتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
همدارنګه، هغه له ګډون کوونکو هېوادونو څخه د ښو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او پرمختیایي اړیکو له امله مننه وکړه او د دغو اړیکو د دوام غوښتنه یې وکړه.
وروسته، د نړۍوالو بنسټونو استازو او دیپلوماتانو د کرنې او مالدارۍ سکتور ملاتړ ته ژمنتیا وښوده، او ژمنه یې وکړه چې د قطر په ناسته کې به خپل د مرستو کڅوړې اعلان کړي.
د یوناما استازي "شین اچي"، وویل، چې د بزګرانو او پلي شویو پروژو د وضعیت له ارزونې او کتنې وروسته، اړتیاوې تر پخوا زیاتې احساسېږي. هغه ژمنه وکړه، چې دغه پیغام به مرسته کوونکو هېوادونو ته ورسوي، او د نړۍوالو پام به افغانستان ته راواړوي.
ورپسې، د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د دې برخې د چمتو شویو ستراتیژیو په اړه معلومات ورکړل، او د غنمو تولید، کرنیزو څېړنو، بڼوالۍ، د کیمیاوي سرو کارولو، د اوبو لګولو نوې ټکنالوژۍ ترویج، د لبنیاتو پروسس، صنعتي بوټو، د څړځایونو بیارغونې، د ځنګلونو ساتنې، د کارکوونکو روزنې، د اصلاح شوو تخمونو برابرولو او د نباتي آفتونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې یې د اړتیاوو یادونه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د قطر نړۍواله ناسته به د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه نېټه ترسره شي، چې تمرکز به یې د خصوصي سکتور ملاتړ، بدیل معیشت او له نشه‌يي توکو سره مبارزه وي، او تمه ده چې هېوادونه او مرسته کوونکي بنسټونه به پکې خپلې مرستې اعلان کړي.


جلسه‌ای به منظور جلب کمک‌ها در بخش زراعت، مالداری و آبیاری برگزار شد
نشستی به منظور جلب کمک‌ها و هماهنگی با نهادهای بین‌المللی در بخش زراعت، مالداری و آبیاری، به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل وزارت زراعت، در کابل برگزار شد.
در این نشست، تورداکان صدیقوف سفیر قرغیزستان، فرخد تورابوف سکرتر سوم سفارت اوزبیکستان، ویپانوباتوف قنسل سفارت ترکمنستان، شین اچی نماینده دفتر ملل متحد (یوناما)، ارداکوستیم مسئول بخش بدیل معیشت دفتر مبارزه با مواد مخدر ملل متحد و عبدالحمید عمر معاون دفتر انکشافی سازمان ملل (یو‌ان‌دی‌پی) اشتراک داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در آغاز نشست، ضمن ارائه گزارش از فعالیت‌های وزارت در سه سال گذشته، درباره مبارزه با کشت کوکنار، تقویت سکتور زراعت، نیازمندی‌های دهقانان و مالداران و تعهدات امارت اسلامی به جامعه جهانی صحبت کرد.
او افزود: «این جلسه را به منظور شریک‌سازی نیازمندی‌های سکتور زراعت و مالداری افغانستان با کشورهای دوست و نهادهای بین‌المللی برگزار کرده‌ایم، تا بدانند چگونه می‌توانند ما را کمک کنند. همچنان نشست بین‌المللی که قرار است به تاریخ ۳۰ جون در شهر دوحه کشور قطر برگزار گردد، فرصت مناسبی برای اعلان کمک‌ها خواهد بود.»
معین زراعت گفت که امارت اسلامی توانسته‌است در امر محو کشت کوکنار گام‌های جدی و مؤثر بردارد و اکنون دهقانان به زراعت بدیل روی آورده‌اند. او از جامعه جهانی خواست تا در فراهم‌سازی زمینه‌های تقویت زراعت بدیل همکاری همه‌جانبه نمایند.
همچنان وی از کشورهای اشتراک‌کننده به‌خاطر روابط نیک سیاسی، اقتصادی، تجارتی، فرهنگی و انکشافی قدردانی نمود و خواهان تداوم این روابط شد.
در ادامه، نمایندگان نهادهای بین‌المللی و دیپلمات‌های اشتراک‌کننده بر حمایت از سکتور زراعت و مالداری تأکید کرده و وعده سپردند که در نشست قطر، بسته‌های کمکی خود را برای افغانستان اعلان خواهند کرد.
شین اچی، نماینده یوناما، گفت که پس از بررسی وضعیت دهقانان و پروژه‌های تطبیق‌شده، نیازمندی‌ها بیشتر از گذشته احساس می‌شود. او تعهد کرد که این پیام را به کشورهای کمک‌کننده منتقل کرده و توجه جهانیان را به افغانستان جلب خواهند کرد.
سپس، عبدالخالق محجوب، رئیس بدیل معیشت وزارت زراعت، در مورد استراتیژی‌های تهیه‌شده در این بخش معلومات داده و به نیازمندی‌ها در عرصه‌هایی چون تولید غله‌جات، تحقیقات زراعتی، باغداری، استفاده از کود کیمیاوی، ترویج تکنالوژی‌های نوین آبیاری، پروسس لبنیات، ترویج نباتات صنعتی، احیای علفچرها، حفاظت از جنگلات، آموزش کارمندان، تهیه تخم بذری و مبارزه با آفات نباتی اشاره کرد و خواهان توجه نهادهای بین‌المللی به این اولویت‌ها شد.
قابل یادآوری‌ست که نشست جهانی قطر به تاریخ ۳۰ جون ۲۰۲۵، با محوریت حمایت از سکتور خصوصی، بدیل معیشت و مبارزه با مواد مخدر برگزار می‌شود و کشورها و نهادهای کمک‌رسان قرار است بسته‌های کمک خود را در آن اعلان کنند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS