ننګرهار کې د ۴۵ جریبه مالټو بڼ جوړولو چارې پیل شوې

۸ کب ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
په ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې، د هډې فارم کليکسون بڼ کې، د زمان سهاک کرنیز شرکت له لوري د ۴۵ جریبه ځمکې پر سر د مالټو بڼ جوړولو چارې پیل شوې.
یادې چارې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مشرتابه له لوري د مالټه نیالګي په کرلو سره پرانیستل شوې. د شرکت مسوولین وايي، د دې پروژې موخه د کرنیزو ځمکو پراخول، د چاپېریال ښه کول او خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.