میکانیزه کرکیلې په پار هڅې: فراه کې د څاڅکې اوبوخور سیسټم فعال شو

mail-admin
Sun, Feb 16 2025 9:52 AM
میکانیزه کرکیلې په پار هڅې: فراه کې د څاڅکې اوبوخور سیسټم فعال شو

د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز اړوند کښته ننګاب په کلي د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د څاڅکو اوبخور سیستمونه نصب او فعال شو.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یاد ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې ۲۵ جریبه بڼونو د خړوبولو په پار د څاڅکي اوبوخور سیسټم نصب او فعال شو، چې د ۱۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او ورسره ۲۵ جریبه بڼونه خړوبېږي.
د فراه دکرنې ریاست د چارواکو په خبره یاد بڼونه پخوا د خلکو او ځینو موسیساتو له لورې جوړ شوي وه؛ چې د وچیدو د ګواښ سره مخ ول،  د څاڅکو اوبخور سیستم په فعالېدو سره به یاد بڼونه تاند شي او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د څاڅکو اوبخور سیستم سره ۷۰ فیصده د اوبو سپما رامنځته کیږي؛  چې د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت  په برخه کې تر ډیره مرسته کوي.
د څاڅکې په طريقه اوبه لگول په خاورې کې د اوبو او هوا تر منځ د مناسب انډول د ساتلو له لارې د کرنيزو نباتاتو د ودې په زياتولو، د حاصل په لوړولو او د کيفيت په ښه کولو کې د پام وړ ونډه لري. 
همدارنګه  د څاڅکو  په طريقه اوبه لگول د نبات د پاڼو، تنې او مېوو سره د اوبو تماس کموي(پاڼې، تنې او ميوې نه لندېږي) او په نتيجه کې په ناروغيو باندې د نبات د اخته کېدو چانس کمېږي.
دغه راز کرنيز کيمياوي مواد لکه کيمياوي سرې، آ فت وژونکي ا و نورکيمياوي مواد د څاڅکې په طريقه د اوبو لگولو د لارې په ډېره اغېزمنه توگه استعمالېداى شي.
د یادو ګټو ترڅنګ د هرزه بوټو د ستونزې کمښت او د کرنیزو فعالیتونو مناسب ترسره کول ددې سیسټم نورې ګټې دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS