د ننګرهار دکرنې ریاست؛ ختیځ لبنیاتو کارخونو کې د مالدارانو دپورونو تثبیتولو او ارزونې په موخه څېړنې ترسره شوې

mail-admin
Sat, Feb 08 2025 12:20 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست؛ ختیځ لبنیاتو کارخونو کې د مالدارانو دپورونو تثبیتولو او ارزونې په موخه څېړنې ترسره شوې

۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې ټاکل شوي پلاوي د ختیځ لبنیاتو اړوند کوپراتیفونواو مالدارانو ستونزو حل او پورونو تثبیتولو په موخه د شینوارو، بټي کوټ، سره رود، بهسود او کامي ولسوالیو کوپراتیفونو استازو او مالدارانو سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ختیځ لبنیاتو اړوند کوپراټیفونو پر ستونزو ننګونو خبرې اترې شوې.
بل خوا د ختیځ لبنیاتو کارخونې مسؤلین د بازار نشوالې او د خلکو اقتصادې ستونزي د فابریکي پر وړاندې جدې ننګونې بولی او د مالدرانو د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.
همدارنګه د کرنې ریاست پلاوي دختیځ لبنیاتو کارخونې او په ولسوالیو کې کوپراتیفونو ته د وسایلو موجودۍ  دسالمي ساتني، د کوپراتیفونو قوانینو، کړنلارو عملي کولو، پورونو ترلاسه کولو او د مالدارانو د پورونو ورکړي سپارښتني وکړي.
 د ختیځ لبنیاتو کارخونه چې څو کاله وړاندې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له لورې د کرنې ریاست سره په همغږۍ د ختیځ زون مالدارانو د شېدو پروسس او مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا لپاره جوړه کړې وه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS