د ننګرهار دره نور کې د اته زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو سربند چارې بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو

mail-admin
Wed, Jan 01 2025 10:23 AM
د ننګرهار دره نور کې د اته زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو سربند چارې بشپړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي لګښت د دره نور ولسوالی کشمنډ کلا کې د اته زره امریکایي ډالرو په لګښت د ګلبهار کانال سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، یاد کانال چې زرګونه جریبه ځمکه ورلاندې خړوبېدله د سربند د خرابوالي او سېلابونو را وتلو پر وخت بزګران د ستونزو سره لاس او ګریوان وو، خو اوس د سربند په جوړېدو سره د ځمکو سربېره څارویو ته هم د اوبو منظم سیستم برابر شوي دي.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د یاد سربند په جوړېدو کې  ۲۵ تنو ته د ۲۵ ورځو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د هالینډ کمیټي مسؤل داکتر رحیم الله سلیمی د کرنې رییس د همکارۍ مننه وکړه او د سربند جوړېدل یي د اوبو د ښه مدیریت او ضایعاتو مخنیوي اساس وباله او په راتلونکي کې د ورته پروژو د ډیزاین او تطبیق ژمنه وکړه.
د ګټي اخیستني په مراسمو کې د کرنې ریاست د احصایي، ارقامو او معلوماتو د تنظیم امر قاري سېلاب ذکریا، د طبیعي زېرمو او ځنګلاتو  امر قاري عبدالرحمن اتل، داکتر بحر الله او نورو چارواکو ګډون درلود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS