د لغمان علیشنګ کې د عشر راټولولو عاملینو له روان بهیر څخه څارنه وشوه

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
دلغمان د کرنې اوبولګولواومالدارۍ ریاست اړوند دعلیشنګ ولسوالی دعشر راټولولو مدیر قاري سیدجلال الدین ددې ولسوالی اړوند د عشر راټولولو عاملینو له روان بهیر څخه څارنه وکړه.
په دغه څارنه کې دعشر او زکات د مدیر له لوري دعشر اوزکات د ورکړې په هکله داسلامي شریعت په رڼا کې ارزښمتندې خبرې اترې وشوې او عاملینو ته سپارښتنه وشوه، چې د عشر په راټولولو کې شفافیت ته ډېره پاملرنه وکړي او ترڅنګ یې ولسونو سره هم ښه چلند غوره کړي.
ورته مهال عاملینو د یادو سپارښتنو د عملي کولو په موخه دعشر مدیر ته پوره ډاډ ورکړ.