د ۱۴۰۴م مالي کال د بودیجې د جوړولو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه  

mail-admin
Mon, Dec 02 2024 3:24 PM
د ۱۴۰۴م مالي کال د بودیجې د جوړولو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه  

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ۱۴۰۴م مالي کال لپاره د بودیجې جوړولو اړوند لارښود د تشریح په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه غونډه د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند "حاجي سالم" په مشرۍ او د دې وزارت د مالي او حسابي ریاست او سکتوري او خدماتي ریاستونو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
ملا آغاجان آخند "حاجي سالم" په دې غونډه کې وویل: «د کرنې وزارت یوه خدماتي اداره ده او اسلامي امارت له تاسو غواړي چې خلکو ته خدمت وکړئ. د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د جامع پلانونو په جوړولو سره د خپل هېواد شهیدپاله او کړېدلو خلکو لپاره د ښه خدمت سرچینه وګرځئ».
په دې غونډه کې د سکتوري ریاستونو لپاره د پراختیایي بودیجې ځانګړنه، د عادي بودیجې تخصیص، د لګښتونو جامع پلان او د عایداتي سرچینو د زیاتوالي په ګډون بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
د دې لارښود له مخې، ټول ریاستونه به د بودیجې په لګښت کې ځواب ویونکي وي او د ریاستونو مسؤلین به خپل کلني تطبیقي پلانونه د اسلامي امارت له تګلارو سره سم جوړوي. د کارکوونکو د چارو ریاست باید د فعاله کارکوونکو لپاره د معاشونو تخصیص پلان ترتیب کړي او زیات تمرکز دې په عایداتي پروژو وشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عادي او پراختیایي بودیجې مالي سرچینې د اسلامي امارت د داخلي عایداتي سرچینو له لارې تامینېږي.

جلسه رهنمود ساخت بودیجه سال مالی ۱۴۰۴ دایر شد
۱۲ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسهای به منظور تشریح رهنمودهای لازم برای ساخت بودیجه سال مالی ۱۴۰۴ وزارت زراعت به رهبری ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری و  با حضور مسوولین ریاست مالی و حسابی ریاست‌های سکتوری و خدماتی این وزارت برگزار شد.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، در این جلسه گفت: «وزارت زراعت یک اداره خدماتی است و امارت اسلامی از شما می‌خواهد تا به مردم خدمت نمایید. با ساخت پلان‌های جامع برای سال مالی ۱۴۰۴، مصدر خوبی برای خدمت به مردم شهیدپرور و رنجیده کشور شوید.»
رهنمود اختصاص بودیجه انکشافی برای ریاست‌های سکتوری، تخصیص بودیجه عادی، پلان جامع برای مصارف و افزایش منابع عایداتی از جمله موضوعات مورد بحث در این جلسه بود.
طبق این رهنمود، تمام ریاست‌ها در مصرف بودیجه پاسخگو خواهند بود و مسوولین ریاست‌ها باید پلان سالانه تطبیق پروژه‌های شان را مطابق با پالیسی امارت اسلامی بسازند. منابع بشری باید پلان تخصیص معاشات را براساس کارمندان برحال ارائه دهند و تمرکز بیشتر روی پروژه‌های عایداتی باشد.
بودیجه عادی و انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از منابع عایداتی داخلی امارت اسلامی افغانستان تامین می‌شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS