د مالدارۍ لوی رییس په هرات کې د غوا روزنې فارم او د لبنیاتو له یوې فابریکې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Jun 08 2024 11:39 AM
د مالدارۍ لوی رییس په هرات کې د غوا روزنې فارم او د لبنیاتو له یوې فابریکې څخه لیدنه وکړه

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر چې د کرنې وزارت د مرستیالانو او یو شمېر رییسانو په شتون کې د یوه لوړ پوړې پلاوي په ترکیب کې هرات ولایت ته سفر کړی دی، د غوښینو غواګانو روزنې فارم او د ګلستان ارغوان د لبنیاتو د ټولولو، تولید او پروسس فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس د لبنیاتو د تولید او پروسس له فابریکې او د غوښینو غواګانو روزنې له فارم څخه د لیدنې پر مهال د یادې فابریکې او فارم د مسوولینو نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هېواد په کچه د مالدارۍ د سکتور د ودې او پراختیا په اړه د کرنې وزارت د پروګرامونو په هکله خبرې وکړې. 
په ورته وخت کې مفتي ذاکر الله ذاکر د ګلستان ارغوان د لبنیاتو فابریکې له مسوولینو وغوښتل، چې د شېدو په راټولولو سره د هېواد مالداران صنعتي او میکانیزه مالدارۍ ته وهڅوي، څو د یادې فابریکې د تولید کچه او ترڅنګ یې د هېواد د مالدارانو د عوایدو کچه ورسره لوړه شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د مالدارۍ د ودې او پراختیا لپاره ځانګړي پلانونه لري او هڅه کوي، چې د هېواد دودیزه مالدارۍ په عصري او میکانیزه مالدارۍ بدله کړي.

رئیس عمومی مالداری از یک فارم گاوداری و فابریکه لبنیات در هرات بازدید کرد
۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مفتی ذاکر الله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی که در ترکیب یک هیئت عالی رتبه با حضور معینان و شماری از روئسای وزارت زراعت به ولایت هرات سفر نموده از یک فارم گاوادری گوشتی و فابریکه جمع آوری، تولید و پروسس لبنیات گلستان ارغوان بازدید کرد.
رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت در جریان بازدی از فابریکه تولید و پروسس لبنیات و فارم گاوداری تولید گوشت نظریات، مشکلات و پیشنهادات مسوولان فابریکه و فارم متذکره را استماع نموده و پیرامون برنامه های وزارت زراعت جهت رشد و انکشاف دهی سکتور مالداری در سطح کشور سخن زد.
مفتی ذاکر الله ذاکر در عین حال از مسوولان فابریکه لبنیات گلستان ارغوان خواست که تلاش نمایند که مالدارن کشور را با جمع آوری شیر شان به مالداری صنعتی و میکانیزه تشویق نمایند تا هم میزان تولید فابریکه متذکره بلند برود همچنان سطح عاید مالدارن کشور نیز افزایش یابد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برنامه های مشخصی را جهت رشد وانکشاف مالداری در سطح کشور دارد و تلاش دارد تا مالداری سنتی کشور را مالداری عصری و نوین تغییر دهد.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS