د هرات د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د لوړ پوړې پلاوي لیدنه 

mail-admin
Sat, Jun 08 2024 9:25 AM
د هرات د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د لوړ پوړې پلاوي لیدنه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړ پوړې پلاوي د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو په حضور کې هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات د کرنې ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره وکتل.
د کرنې وزارت پلاوي د هرات ولایت د کرنې ریاست د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره د کتنې په ترڅ کې له هغوی څخه وغوښتل، چې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او د کرنې وزارت له مسوولینو سره د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور ته وده او پراختیا ورکړي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیر محمد حلیمي هرات ته د کرنې وزارت راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور یې د کرنې وزارت سرپرست ته وړاندې کړ او د هرات د کرنې او مالدارۍ سکټور ته د دغه وزارت د رهبرۍ دلا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

دیدار هیئت عالی رتبه وزارت زراعت با کارمندان  ریاست زراعت هرات 
هیئت عالی رتبه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی و شماری از روئسای وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت هرات با مسوولان و کارمندان زراعت هرات دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمودند.
هیئت  وزارت زراعت در جریان دیدار با کارمندان بخش‌های مختلف ریاست زراعت  ولایت هرات از آنها خواست که تجربه‌های خود را با یک دیگر شریک نمایند و  مسوولان وزارت زراعت را همکاری نمایند تا سکتور زراعت و مالداری افغانستان را رشد بدهند.
مولوی پیرمحمد حلیمی رییس زراعت، آبیاری و مالداری هرات تشریف آوری هیئت وزارت زراعت را به هرات خیر مقدم گفته و گزارش فعالیتها و دستاوردهای آن اداره را به سرپرست وزارت زراعت بیان کرده و خواهان توجه رهبری وزارت زراعت به سکتور زراعت و مالداری هرات شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS