دهلمند بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د انګورو زرګونه قلمې کښېنول شوې
١۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، ددې ولایت د مرکز لښکرګاه بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د انګورو ۵۰ زره اصلاح شوي قلمې اېښودل شوي دي.
دغه قلمې به په نوموړې قوريه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا روزل کېږي، چې راتلونکي کې به باکیفیته اصلاح شوي نیالګي ورڅخه په لاس راشي.
باید وویل شي، چې په دې قوره کې نور ډول ډول مېوه لرونکي نیالګي هم روزل کېږي.