ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jul 31 2023 10:57 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ پر یوشمېر دوسیو او عریضو مهمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د تخنیکي پلاوي غړو چې تېره ورځ د مختلفو سیمو څخه لیدنه ترسره کړي وه،  وروسته غونډه کې پري  بحث وشو او پریکړه یي وکړه، چې د تنګي توغچي،  زانګویې  ځمکي له نږدې ولیدل شي او د ځمکي مشخصات،  اندازه او کروکې معلومه او د ځمکې اسناد له خلکو و غوښتل شي. 
 همدا رنګه د بحرآباد په ښارګوټي کې  ترڅو چې ځمکه ښاروالۍ ته په قانونې ډول نه وي انتقال شوي،  هیچاته د کار کولو اجازه نشته او د جلال آباد ښار په شنو سیمو کې، چې د خلکو له لورې دوکانونو جوړول پیل شوي؛ باید کارونه یې ودرول شي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS