د هرات د «انګورو او شاتو» څلورمه جشنواره پیل شوه

content_admin
Thu, Aug 22 2019 8:37 AM
د هرات د «انګورو او شاتو» څلورمه جشنواره پیل شوه

۳۱ زمری ۱۳۹۸
په هرات کې د انګورو او شاتو څلورمه جشنواره پیل شوه. دغه جشنواره د زرګونو کسانو په شتون کې په هرات ولایت کې په لاره واچول شوه. ددې جشنوارې ګډونوال چارواکي او مسوولین، بزګران، تولیدوونکي او د هرات ولایت د کورنيو تولیداتو پېرېدونکي او پلورونکي وو او دغه راز ددې جشنوارې په پرانیست غونډه کې د کوپراټیفونو غړي، د ولایتي شورا غړي، د رسنیو استازو او د ترکیې، اذربایجان، ایران او ازبیکستان هېوادونو ډیپماټیک استازي شتون درلود. د هرات ولایت د انګورو او شاتو جشنواره او د کرنیزو توکو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د درې ورځو لپاره ادامه لري. ددې نندارتون په ۵۲ غرفو کې بېلابېل انګور او شات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د یادې جشنوارې په پیل کې د تولیدوونکو ټولنو او بزګرانو له خوا په دې ولایت کې د کرنې د پرمختیا په برخه کې د کرنې وزیر د کړنو په درناوی نصیر احمد درانی ته ستاینلیک ورکړل.

ددې جشنوارې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په خپلو خبرو کې د کورنیو محصولاتو د بازراموندنې په برخه کې ددې جشنوارې او نندارتون رول اغېزناک وباله. د کرنې وزیر وویل: «هرات کې بڼوالۍ پراختیا موندلې، د کرنې په برخه کې، هرات د یوې پرمختللي ولایت ښه بېلګه ده، ددې ولایت لپاره لویې پروژې په پام کې نیول شوي دي. د مسلخ په جوړولو کې شپږ میلیونه ډالر پانګونه شوې، چې د جوړولو چارې یې هم بشپړ شوي دي، د سیلو او د اسټراټژیکو زېرمو د جوړولو د بنسټ ډبره به هم تر راتلونکو دوو میاشتو پورې کېښودل شي.»

د کرنې وزیر وویل «د هرات د مالدارۍ برخې ته هم پاملرنه شوې ده، زموږ هلې ځلې دادي چې پانګونې ډېرشي، د افغانستان د مېوو صادرات ډېر شوي دي. نور هېوادونه زموږ د مېوو د صادراتو هرکلۍ کوی، پانګوال باید کار وکړي، موږ یې تشویقوو او مالي مرستې ورسره کوو.»

دغه راز د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په دې ولایت کې د کرنیزو پروژو د پلي کولو په پار د کرنې وزیر څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې په هرات کې د مالدارۍ په برخه کې ښه بدلونونه رامنځته شوي دي. د هرات والي وویل: «په هرات کې سږکال ۱۵۰ ټنه شات او ۱۳۵ ټنه انګور تولید شوي دي، سږکال په هر برخه کې زموږ تولیدات ډېر شوي دي.»

د هرات والي دغه راز د زیتونو په برخه کې پر پانګونې هم ټینګار وکړ.

په همدې حال کې ښاغلي حیدري د تولیدوونکو ټولنو او بزګرانو په استازي توب وویل: «د بڼوالۍ په برخه کې پاملرنه شوې ده، خو د مالدارۍ په برخه کې د لا زیاتو پاملرنې غوښتونکي یو، څړځایونه باید ورغول شي او د مالدارۍ د ودې زمېنې دې باید لا هم زیاتي شي.»

دغه راز د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وویل: «د کرنې وزیر چې موږ سره کومې ژمنې کړی وو خپلې ژمنې پلي کړي دي او د خلکو په استازي توب موږ د کرنې وزیر څخه مننه کوو.»

د هرات ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د انګورو سږنۍ حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاته شوې ده او ۱۳۵ زره ټنو ته رسیږي.

لعل، فخري، کشمشي، عسکري، پوشنګي، حسیني، میراحمدي، روچه، طاهري او شندوخاني د هرات ولایت تر ټولو نوم وتي انګور دي. تر دې دمه د صادراتو او د هرات د بڼونو د پراختیا ترڅنګ د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د انګورو بڼوالو لپاره ۴۰۰ عصري ممیز خونې هم جوړې شوي دي.

باید وویل شي، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې سږکال په هرات ولایت کې د بېلابېلو پروژو په برخه کې ۹۱۱ میلیونه افغانۍ ولګوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS