د پکتیا په سیدکرم کې د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پېژند غونډه

content_admin
Tue, Aug 20 2019 3:09 PM
د پکتیا په سیدکرم کې د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پېژند غونډه

۲۹ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان « FAO» په همکارۍ د پکتیا ولایت په احمد اباد او سیدکرم ولسوالیو کې د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژه پلي کوي. په هغه غونډه کې، چې د یادې پروژې د پېژندنې په موخه د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وه د پکتیا ولایت د طبیعي ځنګلونو عمومي مدیر مجاهد شګیوال، د یادې پروژې ولایتي مسوول محمد ابراهیم قادري، د سید کرم ولسوال ظاهر شاه زهیر او یوشمېر قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.
یاده پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان « FAO» په همکارۍ د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې د پکتیا ولایت په احمداباد او سیدکرم ولسوالیو کې پلي کيږي. ددې پروژې د پلي کېدو موخه د ځنګلي قوریو جوړول، د ځنګلونو، واټر شیډونو او ټراسونو بیارغول او د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS