د هلمند ناوې ولسوالی کې دڅارویود پوستکي ناروغۍپر وړاندې دواکسین کمپاین دویم پړاو پیل شو
۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولواو مالدارۍ ریاست دملګرو ملتونو دخوړو اوکرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د هلمند په کچه د څارویو دپوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسین کولوکمپاین دویم پړاو پیل کړی دی.
په همدې موخه د هلمند ولایت اړوند ناوې ولسوالی کې د لمپې سکين ويروسي ناروغۍ مخنیوی په موخه د واکسين دتطبيق عملي چارې پیل شوي دي.
دغه پروسه چې د (FAO) ادارې په مالي همکارۍ ترسره کېږي، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې په لاره اچول شوی دی.
تر دې مهاله په ناوې ولسوالی کې ۲۱۵۰ غواګاني واکسین شوي دي، چي دیادې ولسوالی دمالدارۍ دمدیر لخوا یې وخت په وخت نظارت ترسره کېږي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.
