د مزار څېړنیز فارم څخه دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

mail-admin
Wed, May 10 2023 3:30 PM
د مزار څېړنیز فارم څخه دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار او دهدادي ولسوالی کې د څېړنیز فارم او د پستې کروندو څخه لیدنه وکړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال ددې لیدنې پر مهال د یاد فارم د کارکوونکو ستونزې واورېدل او د شته ستونزو د حل په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دا فارم په ۷۵ هکټاره ځمکه کې جوړه شوې ده، چې په کې ۱۳ نوې کرنیز ورایټۍ پلي شوي دي، چې په کې پنبه، غنم، شولې، سویابین، بنډۍ او رومي بانجان شامل دي، چې د مثبتې پایلې ترلاسه کولو وروسته، د څېړنو دا تجربې دکرنې سکټور متشبثینو او بزګرانو په واک کې ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د مزار په څېړنیز فارم کې د نورو مېوو د بڼونو ترڅنګ د زردالو دوه ملي کلیکسیونونه هم شتون لري.
په همدې حال کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال د بلخ ولایت دهدادي ولسوالی کې دکرنې وزارت له خوا د پستې جوړو شویو کروندو څخه هم لیدنه وکړه.
د پستې دا کروندې په ۲۵۰۰ جریبه ځمکه کې رغول شوي دي، چې د پستې د نیالګیو له کېنولو څخه یې اووه کاله تېرېږي، چې د پستې اېښودل شوي نیالګي ۹ کاله وروسته حاصل ورکوي.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال د پستو د یادو کروندو د څارنې او ساتنې په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ددې لیدنې پرمهال د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د بلخ دکرنې رییس مولوی شمس الله خالد، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

بازدید معین زراعت و مالداری از فارم تحقیات زراعتی مزار  
۲۰ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت بلخ از فارم تحقیقاتی زراعت و پسته زار های  ولایت بلخ  در مرکز آن ولایت مزار شریف و ولسوالی دهدادی بازدید کردند.
معین زراعت و مالداری در جریان این بازدید مشکلات کارمندان فارم متذکره را استماع نموده و هدایات لازم را به مسوولان مربوطه جهت حل مشکلات شان سپرد.
 این فارم در ساحه دو صد ۷۵ جریب زمین  احداث شده است  که در آن ۱۳ ورایتی جدید  زراعتی  تطبیق گردیده است که شامل پنبه، گندم، شالی، سایبین، بامیه، بادنجان رومی  می شود و پس از دریافت نتیجه مثبت از تطبیق این این تجارب تحقیقاتی به دسترس دهقانان و متشبثین سکتور زراعت قرار می دهند.
در عین حال در فارم تحقیقاتی مزار در کنار موجودیت باغ‌های میوه جات مختلف النوع  دو کلیکسیون ملی زردآلو و بادم نیز موجود می باشد.
در همین حال معین زراعت و مالداری از پسته زار‌های ساخته شده توسط وزارت زراعت در ولسوالی دهدادی آن ولایت نیز بازدید کرد.
 این پسته زارها در  ساحه ۲۵۰۰ جریب احداث گردیده که از غرص نهال‌های پسته هفت سال سپری می‌شود  و نهال های غرص شده 9 سال  پس از غرس به حاصل دهی می‌رسد .
معین زراعت و مالداری  غرض حفظ و مراقبت هرچه بهتر از این پسته زراها  به مسولین مربوطه  هدایت لازم را سپرد.
در جریان این بازدید معین زراعت و مالداری را مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس  عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی شمس الدین خالد رئیس زراعت  بلخ و  مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری همراهی می‌کردند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS