لغمان کې د کيمياوي سرو د پلورنځيو څارنه وشوه
۱۶ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بوټو ساتنې کارکوونکو ددې ولايت مرکز مهترلام کې د کيمياوي سرو د پلورنځيو څارنه وکړه.
ددې څارنې موخه د تقلبي سرو مخنيوی او بزکرانو ته باکيفيته کيمياوي سرې وړاندې کول دي.
