هلمند کې ١٥٠ تنو کاریګرو ته د کار په بدل کې خوراکي غنم ووېشل شول 

mail-admin
Mon, Mar 06 2023 10:43 AM
هلمند کې ١٥٠ تنو کاریګرو ته د کار په بدل کې خوراکي غنم ووېشل شول 

۱۵ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د بولان څېړنیز فارم کې لسګونه روزمزد کاریګرو ته د کار په مقابل کې خوراکي غنم ووېشل شول.
په دې پروسه کې نږدې  ١٥٠ تنو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه چې د ٢٠ کاري ورځو په لړ کې هر نفر ته  ٢٠٠  کیلو ګرامه خوراکي غنم ووېشل شول. 
د یادو کاریګرو په مټ په فارم کې د غنمو ٢٤ جریبه تجربوي قطعاتو لومړۍ ځل خشاوه، د کیمیاوي سرو استعمال او اوبولګولو چارې ترسره شوي دي.
ددې تر څنګ په یاد فارم کې د ٢٦ جریبه انګوري او مېوه یي بڼونو په فني او مسلکي ډول جوړول، د ځمکې اړول او د ابیارۍ سیستمونو رغول، د فارم داخل کې د عمومي سړک رغول، د اړتیا وړ  ځایونو کې د نیالګیو او ګلانو کرلو چارې هم سرته ورسېدې. 
همدارنګه د فارم په محوطه کې د  مېوه جاتو د ونو شاخبري او  د  انګورو بڼونو تاکبري تر څنګ د څېړنیز فارم ددفتر سیمه په درست ډول جوړه شوه او نږدې ۱۰ بابه شنې خونې پکې ورغول شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS