هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

mail-admin
Sun, Feb 26 2023 12:18 PM
هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا مخکې د ډاکار(DACAAR) مؤسسې په مالي همکارۍ د ګرشک ولسوالی د تاجکانو او نورزایي سیمو  ٦٥ تنو بزګرو ته د سبو پسرلني اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو چې نن ورځ یادو بزګرو ته کیمیاوي سرې هم ووېشل شوې.
د یادو مرستو په لړ کې هر بزګر ته یو کیلو ګرام د بینډیو ، ١٠ګرامه د تورو بانجانو، ٦٠ګرامه د رومیانو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو چې په تعقیب یې نفر ته  ٥٠کیلوګرامه سپینه او ٢٥کیلوګرامه توره سره هم ووېشل شوه.
د نوموړې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسوول بزګرو ته سپارښتنې وکړې چې د ترلاسه شویو اصلاح شوو تخمونو په ښې روزنې او پالنې کې د کرنې ادارې اړوند فني او مسلکي کارمندانو لارښؤنې په پام کې ونیسي تر څو د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده، چې یادو بزګرو ته د نوموړو تخمونو د کرکیلې په اړه عملي او نظري پوهاوی هم ورکول شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS