د خصوصي سکټور استازو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال غونډه

user-admin
Thu, Feb 09 2023 7:59 PM
د خصوصي سکټور استازو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال غونډه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د کرنې وزارت یوشمېر رییسانو د خصوصي سکټور له یوشمېر استازو دکرنې په وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم وویل: «موږ هلې ځلې کوو،چې پانګوالو ته د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړو، ترڅو دکرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې وکړي، د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ دوه اړخیزه همکارۍ د دولت او خصوصي سکټور په ګټه ده.»
په همدې حال کې یوشمېر پانګوال دکرنې سکټور په برخه کې د پانګونې په موخه د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتونکي شول او په کور د ننه پر پانګونه خپله ژمنتیا وښودل.
یاد سوداګر وویل، چې د دولت هڅونه او ملاتړ ددې لامل کېږي، چې سوداګر هر ډول پانګونې ته زړه ښه کړي. دوی دغه راز وویل، که چېرې دوی ته په کافي اندازه ځمکه، کرنیز پورونه، کرنیز بانک، په کور دننه او بهر بازارمونده او له کورنیو محصولاتو څخه د استفادې زمینې برابرې شي د خصوصي سکټور خپل تولیدات څو چنده زیاتوي.
باید وویل شي، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو او صنعتي نباتاتو، بڼوالي او بذري تخمونو تولید د پراختیا په برخه کې پر پنځه کلنه طرحه کار کوي، چې پر پلي کېدو سره یې د تولیداتو کچه څو چنده زیاتېږي او ترڅنګ یې خلکو ته دکار زمینه هم برابرېږي.

برگزاری جلسه معین زراعت و مالداری با سکتور خصوصی

جلسه مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شماری از رییسان و اشتراک  نماینده گانسکتور خصوصی در وزارت زراعت برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری گفت: «کوشش ما همین است تا برای سرمایه گذاران زمینه مساعد گردد و در بخش زراعت و مالداری سرمایه گذاری شود، همکاری دو جانیه دولت و سکتور خصوصی هم به مفاد دولت هم به فایده سکتور خصوصی است.»
شماری از سرمایه گذاران خواهان حمایت امارت اسلامی در سکتور زراعت شده و تعهد بر حمایت دولت و سرمایه گذاری در داخل کشور شده اند.
این تجاران می‌گویند، تشویق و حمایت دولت تجاران را آماده هرنوع سرمایه گذاری می‌نماید، آنها تاکید می‌کند، در صورتیکه برای‌شان زمین کافی، قرضه زراعتی، ایجاد بانک زراعتی، بازاریابی در داخل و خارج، و استفاده از محصولات داخلی صورت گیرد سکتور خصوصی تولیدات را چند برابر افزایش می‌دهند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری روی طرح پنج ساله در بخش توسعه غله‌‌جات و نباتات صنعتی، باغداری، مالداری و تولید تخم بذری کار می‌کند که با تطبیق آن تولیدات چند برابر افزایش و زمینه اشتغال زایی ایجاد می‌گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS