خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Wed, Jan 25 2023 9:32 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. ورپسې د وچې خوړې سیمې د غصب، نوي تصرف، د صبريو خلبسات حجرو په سیمه کې د ۲۸ جريبه ځمکې او ځينو نورو اړوندو موضوعاتو باندې  خبرې اترې شوې.
دغه راز یاد پلاوی د خوست مرکز اوړوند د پنزایي سیمې ته ولاړل او په نوموړي سیمه کې پنځه قطعې امارتي ځمکه د کدستري نقشې له رويه چې ټولیز مساحت یې ۵۷.۶ جریبه ځمکه ده امارتي تٿبيت شوه او په نوموړي سیمه کې نوى تصرف متوقف کړل شو او هم يې غاصبين د بعدي کړنو لپاره د خوست دکرنې رياست ته را وغوښتل شول.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS