د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
Tue, Jan 17 2023 10:14 AM
د زابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

  د زابل  ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند اولسمه غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه په کې، د زابل دکرنې رییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد اسلام واسع، د څارنوالۍ رییس مولوي عبدالقادر طه، د ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن، د او د امارت د قضایاوو آمر مولوي محمدي محمدي ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د زابل ولایت مرکز قلات تورې بند کې د یو شخص کور چې د یاد بند په ډم کې له منځه ځي او د ولایت مقام له خوا څخه راجع شوی وه تخنکې ټیم له یادې سیمې څخه لیدنه وکړه او موضوع يې وڅیړله. دغه راز له مرکز څخه پر راغلو مکتوبونو خبرې اترې او د چارو د لا ښه پرمختګ په پار نظرونه او وړاندزیونه شریک شول.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS