دکندهار د کرنې ریاست: د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه کېږي

mail-admin
Mon, Jan 16 2023 2:53 PM
دکندهار د کرنې ریاست: د کندهار په ټولو ولسوالیو کې د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه کېږي

۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندهاردکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم ددې ولایت دکروندګرو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او د دوی د مشکلاتو اورېدو له پاره د کندهار ولایت ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې داځل د کندهار ولایت میوند ولسوالی ته سفر وکړ.
مولوی محمود مظلوم ددې سفر په ترڅ کې د لوړ او ښکته میوند ولسوالیو، له ولسوالانو، امنیې قومندانانو، قاضیانو او یوشمېر نورو سیمه ییزو چاروکو سره د جلاجلا غونډو په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې سفر په ترڅ کې ښاغلی محمود مظلوم د یادو ولسوالیو له مخکنیو هرراز همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل: «یوه تر ټولو مهمه او اړینه موضوع چې د هېواد په کچه پرې کار روان دی، د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول دي، چې په دې برخه کې ستاسو هراړخیزو همکاریو ته اړتیا ده، چې په ګډه د امیرالمؤمنین دا حکم پلي کړو.»
دغه راز ددې سفر په ترڅ کې د مېوند ولسوالی دکرنې او مالدارۍ سکټور، دکرنیزو درملو او ناروغیو په هکله مفصلې خبرې اترې وشوې.
په همدې حال کې دیادو ولسوالیو ولسوالان او نورو سیمه ییزو چارواکو د ځمکې غصب مخنیوی او په نورو برخو کې د کندهار دکرنې رییس ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS